انصار: (د وږی ۱۰ مه)، د ملګروملتونو متخصصانو د طالبانو د امربالمعروف د قانون په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې دا په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي شاتګ ښکارندويي کوي او د ځپونکو اقداماتو د زیاتېدو، او په ۱۹۹۰ کلونو کې پخوانۍ افراطي دورې ته د ستنېدو ښودنه کوي.
د ملګروملتو متخصصانو دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو د امربالمعروف پر قانون د یوناما غبرګون ته طالبانو توند ځواب ووایه.
متخصصانو په یوه بیان کې وویل، دغه قانون د افغانانو په ژوند باندې د طالبانو ظالمانه تسلط لا ټینګوي. هغوی ټینګار وکړ چې د امربالمعروف قانون د طالبانو موجوده تکراري پالیسۍ پیاوړې کوي او پراخوي، لکه اجباري جامې، د ښځو لپاره د نارینه سرپرست (محرم) اړتیا او په عامه ځایونو کې د نارینه او ښځینه جلا کول.
د ملګرو ملتونو متخصصان په دې باور دي چې د طالبانو نوی قانون ځپونکونکي اقدامات زیات کړي دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/33231